پنجاب اصلي لوبغاړي رامیدان ته کړل
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

که د افغانستان او پنجاب ترمنځ شخړه او جګړه  د یوې شېبې لپاره د سطرنج لوبې په څېر وګڼو او د سطرنج لوبدړې پر مخ يي انځور کړو ، نو پنجاب لومړي ځل لپاره خپل لوی درستیز اشفاق کیاني د سطرنج د وزیر او خپل د استخباراتو مشر جنرال شجاع پاشا يي د رخ په بڼه افغانستان سره په جګړه کې رامیدان ته کړل .

که څه هم د پاکستان پوځ او ای ایس ای پخوا هم د پردې شا ته ټوله شخړه او جګړه مخته بیوله خو د اوسمهال حالاتو سره سم  ښايي پوځ او ای ایس ای اړینه ګڼلې وي چې د پردې د شا پر ځای « جنګ شودیار سر شودیار » غوره وي . 

پاکستان د خپل لنډ ګنډ تاریخ په ټوله موده کې پوځي دیکتاتورانو لکه جنرال ایوب ، جنرال یحیي ، جنرال ضیاالحق ، پرویز مشرف او نورو اداره کړی او د واک او سیاست په ټولو معاملو کې اخره او د پریکړې خبره پوځ او ای ایس ای کوي ، ملکې اداره هلته یوازې تشریفاتي بڼه لري او د پوځیانو د دمې او تفریح لپاره کله نا کله رامنځته کیږي . 

لکه چې ټول خبر دي تېره اوونۍ د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلانې د یو پلاوي په مشرۍ چې هغه کې د نوموړي هېواد لوی درستیزاشفاق کیاني، د پاکستاني استخباراتو ( ISI ) مشر برید جنرال احمد شجاع پاشا ، د باندنیو چارو وزیره هینا رباني کهر، د کورنیو چارو وزیررحمان ملک ، د مالیې وزیرعبدالاحفیظ شیخ او ګڼو نورو چارواکو ګډون درلود ، کابل ته راغلی وو .

رسنیو کې داسې وویل شول چې پلاوی د کابل لوړپوړو چارواکو سره د سوداګریزو او امنیتي چارو او طالبانو سره د سولې په اړه خبرو ته راغلی وو ، خو ښايي د پلاوي په داسې ترکیب چې افغانستان سره د پاکستان د اړیکو په تاریخ کې يي ساری نه لېدل کیږي نورې غوښتنې او موخې وتلی ځای ولري . دې اصل ته په پام چې پاکستان هیڅکله بې شرارته ګام نه اوچتوي ، اړینه ده چې دا خوځښت هر اړخیز وڅېړل شي او په دې موخه افغاني کارپوهان د زیاتو څېړنو او شننو لپاره لاس پکار شي .

کېدای شي د پنجاب لویه اندیښنه دا وي که د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شي په هغه مهال به په پنجاب ناوخته وي ، نو د دوی په ګومان اوس يي ښه وخت دی چې د طالبانو په مټ له افغانستانه یو څه تر ګوتو کړي !

بلخوا هغه تلویزیوني غونډه کې چې د ولسمشر کرزي او د پاکستان لومړي وزیر رضا ګیلاني تر منځ وشوه ، د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ترهګرو ځالي په پاکستان کې دي نوموړی خپلې شونډې بوټې او له یوه سره منکر شو او په دې توګه له جامو سره د غونډې د ګډونوالو او نړیوالو په سترګو کې چې د تلویزیونو له لارې يي دا کنفرانس په غور څاره ورننوت . کرزي خپله چپنه او نورو افغاني چارواکو خپل پکولونه وڅنډل او بې له کوم کوټلي غبرګونه چې تل به يي ویل چې هو دا ځالې په پاکستان کې دي ، خړې سترګې او ټيټ اوږمیږونه په نیولې لار رهي شول .  

همداراز پلاوي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې کمیسیون  چې لا پخوا يي د بنسټ ډبره په چلوټه او درغلۍ ایښودل شوې وه او په افغانستان کې يي له وژنې او ورانۍ پرته کومه لاسته راوړنه نه درلوده  بيا راتازه کړ . دا وار د تېر په خلاف رباني د افغانستان له لوري او ګیلاني د پنجاب له لوري ور وټومبل شول ترڅو د روانو وژنو او ویجاړیو لپاره چې د کال له پیله په خوټېدو او خپرېدو دي کلک سرپوښ شي .

پنجابي پلاوی لا د فساد او شرارت مرکز پنجاب ته نه و رسیدلی ، چې کابل کې د افغانی لوري سره ددرواغو ، لاپو او باټو له پيټار څخه چلوټې یو بل پسې بیا هم د افغان خاورې په لور راسیخې شوې او د پلاوي د منا فقت اصلي څېره چې کابل کې يي د سپيڅلتیا او دوستۍ بڼه ورکړې وه ، نندارې ته راووته !

د اپریل په ۱۸ مه د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي تایید کړه چې دې وزارت کې په نننۍ حمله کې دوه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي . ده ومنله چې حمله په وزارت کې دننه شوې وه . ده وویل چې ځانمرګی د دفاع وزارت ودانۍ ته ننوت او ډزې یې پیل کړې خو مخکې تر دې چې د ځانوژنې وساکټ وچوي، وویشتل شو.

په دې اقدام سره ای ایس ای وښوده که چیري د پنجاب غوښتنې طالبانو سره د سولې او یا امریکا سره په ستراتیژیک تړون ، په پام کې ونه نیول شي که دوی وغواړي دفاع وزارت او بل ځل ارګ په نښه کولای شي .

د کندهار ولایت چارواکي وايي چې افغان ملي پوليسو د اپریل په ۱۷ مه د دې ولایت په ژړۍ ولسوالي کې د تلاشۍ پرمهال ٢٥ تنه پاکستانيان نیولي او د کندهار د امنيه قومندانۍ د تروريزم ضد مديريت ته یې سپارلي دي .

د اپریل په ۱۷ مه د کونړپه اسماراوغازي ابادولسواليوکې دوسلوالوطالبانواوافغان امنيتي ځواکونوترمنځ  نښته وشوه چې دواړه غاړي يوبل ته دمرګ ژوبلي دعوه کوي . د ولايت د امنيي قومندان جنرال خليل الله ضيايې وايې چې دشنبي په ورځ دغازي اباداواسمار ولسواليوکې يې امنيتي ځواکونودوسلوالوطالبانوسره نښته کړي اوپه وينايې له مخالفي غاړي څخه يې دري تنه وژلي دي .

په یوه بل خبر کې ویل کیږی چې درې تنه ځانمرګې د اپریل په ۱۹ مه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ونیول شول .

بلخوا پنجابي پلاوی چې افغانستان سره يي د سوداګرۍ په اړه  کابل کې غوړې خبرې وکړې خو عمل يي بل څه راوخوت « د لوى كندهار ملي سوداګر وايي چي دا مهال يي هم شپږ زره كانتينره سوداګريز مالونه چي ډيری يي خوراكتوكي دي د پاكستان كراچي ښار كي بند پاتي دي او پاكستان ددي سره سره چي د يادو مالونو د خوشي كولو ژمنه يي كړي ده دا مالونه افغانستان ته نه پريږدي . ډير خوراكتوكي بي كيفيته شوي او ورځنى محصول هم پري ډير شوى دى »

یاد شوي خبرونه کابل څخه د پاکستاني پلاوی له بېرته تلو روسته یوازې د دوه ــ درې ورځو خونړۍ پېښې دي .

هغه څه چې زیات د پاموړ دي ، هغه د کابل له لېدنې روسته د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې دي « د پاکستان صدراعظم  یوسف رضا ګیلاني د افغانستان له سفره وروسته له افغان چارواکو سره د خپلو خبرو او د پاکستان د استخباراتي ادارو په باب د پاکستان پارلمان ته په وینا کې وویل چې باید د هیواد استخباراتي ادارو ته د شک په سترګه ونه کتل شي ځکه چې دا ملي ادارې دي او د هیواد او ملت د پراخو او ژورو ګټو د ساتنې لپاره کار کوي . »

ده په همدې غونډه کې د اپریل په ۱۷ مه « د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د بې پېلوټو الوتکو حملې پای ته ورسوي. ده وویل، امریکا باید استخباراتي مالومات په ښه ډول شریک کړي او پرېږدي چې پاکستان په خپله د تروریزم پرضد مبارزه وکړي. ده له امریکايي پلاوي وغوښتل چې د امریکا له حکومته وغواړي چې د بې پېلوټه الوتکو ټکنالوژي پاکستان ته ورکړي چې پاکستان په خپله د تروریستانو اډې په نښه کړي. »

پنجاب په هیڅ بیه چمتو نه دی چې خاوره کې یې د ترهګرو اډې ړنګې شي . دوی د ترهګرو په وړاندې د اقداماتو په پلمه له امریکا څخه وسایل او پيسې تر ګوتو کوي او نور هم پرې ترهګر روزي.  

یوه بل پرمختګ کې په کابل د امریکا سفیر ایکن بیری چې د اپریل په ۱۹ مه کندهار ته تللی و ، وییلي « د ترهګرو جرړي او پټنځايونه له افغانستان څخه بهر دي او امريکا د هغو د له منځه وړلو په خاطر هلې ځلې کوي . نوموړي له افغانستان سره د خپل هيواد په دايمي مرستو ټينګار هم وکړ . »

دا خبره چې امریکا اوس کوي ، افغانانو  د ۲۱ مې پېړۍ له پیله کوله خو هغه مهال پرې امریکا غوږ نه ګراوه . که پنجاب سره امریکا نور هم په اصطلاح شف شف  او نا څرګند سیاست مخې ته بیايي امریکا وخت له لاسه ورکوي .

پنجاب ته چې د امریکا او افغانستان تر منځ احتمالي ستراتیژیک تړون سربدال کړی او ځان په ګوښه توب او بایلود کې ویني او د شرارت هرې وسیلې ته لاس اچوی ، نور وخت ورکول پکار نه دي .

د ترهګرو جرړې چې ایکن بیری يي پاکستان کې په ګوته کوي په کلکو او غوڅو اقداماتو نړیدلای شي .  

اخځونه :

ــ بېلا بېلې بریښناپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د اپریل ۲۰ مه


April 21st, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات